ليکواله: شکريه ساپۍ . بريالى جلالزى نږدې 23 كاله وړاندې د بلخ ولايت په مزار شريف ښار كې د حضرت ګل په كور كې زېږېدلى. لومړنۍ او منځنۍ زده كړې يې د سلطان غياث الدين په منځني ښوونځي كې تر سره كړې د لېسې دوره يې په استقلال ښوونځي كې بشپړه كړه په ۱۳۸۵ لمريزدكانكورازموينې له لارې دبلخ پوهنتون كرنې پوهنځي ته بريالې سو. شخصي ژوند: په پښتو، دري او انګليسي ژبو خبري کوي. جلالزی نه يوازې د کرهنې په برخه کې بلکې د د ژوندانه په بېلابېلو چارو او د غوره کيسو د ليکلو چل هم ور زده دی. د بلخ ادبي خوځښت غړی هم دی او په بلخ ولايت کې په لومړي ځل د پښتو ژبې ليکوالۍ په برخه کې د (پښتو ليکل – د ليکلو د ارونو ښونيزه لړۍ) څلور مياشتنی سيمينار د بلخ ادبی خوځښت تر څارنې لاندې جوړ کړی و. نو ويلی سو، چې جلالزی په شمال کی د پښتو ادب پنځونی په برخه کی يوه هستی ده. خوی او عادت : ډېر کم خو سخت په غوسه کېږي، خو کله کله ټوکې هم کوي ټولو سره صميمی او په څېره کې يې تل مسکاوي. مينه : مطالعه، ادبي غونډو او ويناوې او کرکټ سره يې ډېره مينه لري. ټلويزون سره چندانې جوړ نه دی خو ورزشي پروګرامونه ګوري. په خوړو کې ماش پلو او وريجي زيات خوښوي خو ډېر خوراکي هم نه دی. د کور په کارونو کې ونډه نه اخلي خو له خپلې وړې خور سره ډېره مينه لري او په مشره خور يې ډېر ګران دی. جلالزی وايي: (ستره هيله مې دا ده چې له خپلې کورنۍ سره مرسته او هغوی تل خوشحاله کړم، داسې څه وکړم چې مور، پلار، خويندې او وروڼه مې خوشحاله کړم). كره كتونكي په دې اند دي چې له لويوپېښو وروسته سترهنر رامنځته كېږي كه دا خبره پر ځاى وي نو ويلاى سو چې زموږ هيواد د هنرونو مور ده. كه داسې وي نو په زغرده وايو چې كيسه هم يو ستر هنر دى. د پوهانو په اند خلك تېرې سوې پېښې روايتوي او همدا وجه ده چې كيسې رامنځته كېږي؛ خو هنري كيسې هغه وخت ترې جوړېداى سي، چې له تخنيك سره سمې وليكل سي. بريالي جلالزي په همداسې يوې سيمې كې خاپوړې كړي، چې هر چاته يې سترګې اړولي د هغه په سترګو كې يې پرته له اوښكو بل څه نه دي ليدلي. دده ما شومتوب په يو داسې چاپېريال كې تېر سوى، چې د انساني ميني ځاى كركې او نفرت نيولى وو. جلالزى اوسمهال ځوان دى ، تنكى ځوان د كيسه ليكلو هنر يې زده دى همدا لامل دى، چې د هر ملګري په زړه كې خاص ځاى لري. نوموړى د ماشومتوب او بيا د زلميتوب خاطرې رايادوي ليكې يې او كيسې ترې جوړېږي ده باندې د هنر كوتره مينه ده او تل يې دده قلم له خپلو وزرونو لاندې نيولى وي د جلالزي كيسې په داسې پېښو را څرخي، چې ده په خپل ژوند كې ليدلي دي؛ نو همدا لامل دى، چې كيسې يې له ښكلا ډكې دي. ليكوال او ژورناليست ذبيح الله احساس د جلالزي كيسې خوښوي او وايي:"د جلالزي كيسې ځكه زړه را ښكونكي دي، چې دى ښه موضوع ټاكي او كيسه پرې ليكي د ښې موضوع تر څنګ د جلالزي د كيسې ژبه هم ډېره خوږه ده چې دا د كيسې خوند لا زياتوي." جلالزى په كيسه كې مكالمې ته هم ډېر پام كوي. هغه د كركترونو په كښنه كې ډېر مهارت لري. دمومند بابا ادبي بهير غړى شاعر او ليكوال ضمير سار د احساس د خبرې د تاييد تر څنګ د جلالزي په كيسو كې تلوسې ته ګوته نيسي او وايي:"هغه څه چې ما مجبوروي د جلالزي كيسې تر پايه ولولم په هغه كې نغښتې تلوسه ده زما په اند تلوسه د كيسې د ملا ده. د تلوسې تر څنګ د جلالزي كيسې درانه پيغامونه هم لري د بېلګې په ډول يې زه هغه كيسه يادوم، چې موضوع يې په ( مورنۍ ژبې لوست ) دى. جلالزي په دې كيسه كې د ښه نوم تر څنګ دا پيغام هم خلكو ته وركړى، چې په خپلو ماشومانو په مورنۍ ژبه زده كړې وکړئ." د كيسو له نړۍ ور اخوا جلالزى ښه وياند هم دى. دى وخت ناوخت د مومند بابا ادبي بهير او په بلخ كې دسترو غونډو ويندويي كوي. نوموړى شاعر نه دى؛ خو د شعر غوره انتخاب لري، ځكه خو يې مينه وال دده ويندويي خوښوي. خداى دې دده ګوتې همداسې هنرمندې لري دلابريا په هيله يې.
په کندهارکي د قرآن سوځوني اويوشمېرنوروديني اومذهبي کتابونو د بې حرمتۍ په ارتباط يوه پراخه غونډه جوړه سوه چي پکښي کندهار والي، د ولايت مقام مرستيال، د ملي امنيت رئيس، د سولي ولايتي شورارئيس،دحج و اوقافو رئيس، دعلماؤشورا رئيس، د خرقې مطهرې او امام بارګاه خطيبانو،دکندهارښاردلسګونه مسجدونواوجامع ګانومشرانواودرسنيولسګونواستازوبرخه اخستې وه.
پاته ...
په زړه پوري :

دکندهارولايت مقام څخه خپره سوي خپرپاڼه وايي نښته تېره ورځ ماځيګرمهال دسپين بولدک ولسوالۍ اړوند درباط په سيمه کي هغه مهال رامنځ ته سوه کله چي پوليسواوايساف سرتيرو په ګډه د سيمي په يوه ښوونځي کي له زدکوونکو سره د قرطاسيې مرسته کوله.
خبرپاڼه زياتوي دتيري ورځي په نښته کي د ايساف يو سرتيرى چي د البانيا هيواد سره تړاو لري وژل سوى، دوه نور البانيان او يو بل امريکايي سرتيرى زخميان سوي دي.
په ياده نښته کي پوليسوته کوم ډول مالي اوځاني زيان نه دى اوښتى، خو وروسته په پېښه کي شامل پوليس دنوروپوليسو لخوا نيول سوي دي.
پاته ...
په زړه پوري :

نن سهار دلسو بجو په شاوخوا کي په کندهار ښار کي دسوي موټر بمي چاودني له امله څلورو تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
بريد دکندهار ولايت مقام او کندهارښاروالۍ سره نژدې دمزليانو سراى اړوند پرڅلورمي امنيتي حوزې ترسره سوه،چي دکندهارښار شاوخوا ګڼي سيمي يې هم ولړزولې.
دکندهارولايت مقام ددفتر رئيس زلمي ايوبي کندهارنيوزته وويل،چي په چاودنه کي پوليسواو ملکي وګړو په ګډون څلورو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
هغه زياته کړه،چي په وژل سوو کي يوپوليس اوپه ژوبل کي يوپوليس او دوه ملکي وګړي شامل دي.
بلخوا دکندهار دميرويس روغتون نوکريوال ډاکټر،چي نه يې غوښتل نوم يې واخيستل سوي کندهارنيوز ته وويل،چي دپيښي له ځآيه ورته يووژل سوى پوليس او ديوه پوليس په ګډون يې دوه ملکي وګړي ور وړل سوي دي،خو هغه يې دروغتيايي حالت په اړه معلومات ورنه کړل.
ديادوني وړده،چي دمزليانو په نوم سراى ،چي نن پکښي درنه موټر بم چاودنه وسوه تېرکال يوسوداګريزمارکيټ و،چي هره ورځ به سلګونو کسانو پکښي خپل کاروبار ترسره کاوه،خو په هغه کال ديادي سيمي څخه بل ځاى ته ولېږدول سو،چي په نننۍ چاودنه کي يې دزياتي مرګ ژوبلي مخه ونيول.
پاته ...
په زړه پوري :

پاته ...
په زړه پوري :

په كندهار كې د ترافيكي پېښي له امله پنځه تنه ووژل شوه او درې نور ټپيان شوه .
پېښه تېره ورځ ناوخته د كندهار ښار – سپين بولدك ولسوالۍ پر لاره د تخته پل ولسوالۍ په مربوطاتو كې د دوو تيز رفتاره او يوه باربري موټر د جنګېدو له امله رامنځ ته شوې ده .
د كندهار د ترافيكو د امريت د حادثاتو د څانګي مسوول حاجي محمد نبي وايي چې مړي او ټپيان ټول د پاخه عمر كسان دي او ټپيان دا مهال په ميرويس روغتون كې تر درملني لاندي دي .
حاجي محمدنبي وويل چې پېښه د باربري موټر د بې غورۍ له امله رامنځ ته شوې ده او ددې موټر چلوونكى پړ هم وو چې د ترافيك پوليسو له لوري نيول شوى دى او دا مهال تر نظارت لاندي دى .
پاته ...
په زړه پوري :

افغان سرحدي پوليسو تېره ورځ دکندهارپه سرحدي ولسوالۍ سپين بولدک کي دپلټونکوعملياتو پرمهال ٧٢ کيلوګرامه نشه يي توکي او دوه تنه قاچاقبران نيولي دي.
دولايت مقام څخه خپره سوي خبرپاڼه وايي په نيول سوونشه يي توکوکي ٢٨ کيلو ګرامه کرسټال او ٤٤ کيلو ګرامه خام چرس شامل دي چي په ټونس موټر او ټکټر کي په ډېر مهارت سره ځاى پر ځاى سوي ول.
خبرپاڼه زياتوي دواړه موټرونه له کندهارښاره سپين بولدک ولسوالۍ ته پرلاره دوت غره په سيمه کي د سرحدي پوليسو د پلټني پوستې لخوا نيول سوي دي.
دخبپاڼي په وينا له نيول سوونشه يي توکوسره يو ځاى د نشه يي توکو لېږدوونکي هم نيول سوي او دامهال تر پوښتنو ګروېږنو لاندي دي څو د نورو قاچاقبرانو او نشه يي توکو کاروباريانو په اړه ترې معلومات تر لاسه سي.
پاته ...
په زړه پوري :

پوليسودکندهار ولايت په سرحدي ولسوالي ريګستان کي دوسلوالي جګړې پرمهال درې تنه وسلوال طالبان ووژل او ورسره وسلې او مهمات يې تر لاسه کړل.
دولايت مقام څخه خپره سوي خبرپاڼه وايي ددې ترڅنګ تېره ورځ په ارغستان ولسوالي کي هم د پوليسو لخواعمليات سوي چي په نتيجه کي يې دوه تنه مشکوک وسلوال نيول سوي اودپلټنو لپاره بېول سوي دي.
خپرپاڼه ليکي په ريګستان ولسوالي کي درې تنه وسلوال هغه مهال ووژل سول چي تېر ماځيګر څلور بجې يې د ولسوالۍ د موش ګيرانو په سيمه کي د ملي پوليسو پر موټرونو بريد وکړى.
دپوليسو په ځوابيه بريد کي د وسلوالو درې غړي وژل سوي چي مړي يې تر اوسه هم د جګړې پر ډګر پاته دي او پاته نور وسلوال په تېښته بريالي سوي دي.
په پرونۍ جګړه کي نه هم پوليسو او نه هم په سيمه کي ملکي وګړو ته کوم ډول مالي او ځاني زيان اوښتى دى.
پرون ورځ همدارازد په ارغستان ولسوالي کي هم د پوليسو او وسلوالو طالبانو ترمنځ نښته سوې چي له لنډ مقاومت وروسته وسلوال تښتېدلي او پوليسو د سيمي د پلټلو پرمهال دوه تنه مشکوک وسلوال نيولي دي.
دواړه نيول سوي کسان په سيمه کي د پوليسو قومندانۍ ته وړل سوي او ورڅخه پلټني ګروېږني رواني دي.
خبرپاڼه ديوبل خبر له مخي وايي دوې ورځي وړاندي دکندهارپه معروف ولسوالي کي د پاکستان سره پر پوله د افغان سرحدي ځواکونو لخوا هغه دوه تنه چي د پاکستان له خاوري راوښتي ول او ماينونه يې ښخول وژل سوي ول.
پاته ...
په زړه پوري :

دکندهار ولايت دژړۍ ولسوال نيازمحمد سرحدي نن سهار دلسو بجو په شاوخوا کي ديوه وسله وال بريد روغ ووت ،خو يو ساتونکي يې سخت ژوبل سو.دژړۍ ولسوال نيازمحمد سرحدي وويل،چي بريد دکندهار _ هرات دلاري په اوږدو کي دماکوانو په سيمه کي هغه مهال پر ترسره سو، کله چي ولسوالۍ په لاره و.هغه زياته کړه،چي دبريد پرمهال ورته زيان نه دى رسېدلى ،خو يو ساتونکي يې سخت ژوبل سوى او وروسته دايساف ځواکونو له لوري روغتون لېږدول سوى دى.ولسوال وويل،چي دبريد وروسته يې په سيمه کي دملي اردو او پوليسو له لوري سيمه تر عملياتو لاندي راوستل ،چي پايله کي يې اووه مشکوک کسان نيولي او دامهال ترې څېړني رواني دي.ديادوني وړده،چي کابو يوه مياشت وړاندي هم دژړۍ ولسوال دکندهار ښار اړوند په ميرويس ميني سيمي کي ديوه وسله وال بريد روغ وتلى و،خو يوه بريدکوونکى يې نيول سوى و.
پاته ...
په زړه پوري :

دکندهاردملي امنيت کارکوونکوددرو وسله والومخالفينو په ګډون دوه لس کلن کوچنيان،چي ځانمرګي بريدونو ته چمتو سوه وه نيولي دي.
دملي امنيت چارواکي وايي،چي په نيول سووکسانوکي دوه کوچنيان په ديني مدرسه کي دزده کړوپرمهال دځانمرګي بريدلپاره چمتوسوي وه.
دغه دوه کوچنيان دلسوکلونوپه شاوخواکي عمرلري يودپاکستان دکوئټيې ښار دپښين سيمي او دوهم تن دپکتيا دکردېز ښار اوسېدونکى ،چي څه موده وړاندي دافغان ولسمشر حامد کرزي له لوري ورته بخښنه سوې وه .
دنصيب الله نوم دپښين سيمي اوسېدونکي وايي،چي ددولت وسله والو مخالفينو تېرايستلى دي.
دځانمرګي بريدلپاره دوهم چمتوسوى کوچني،چي خپل نوم يې عزيزالله ښوده وويل،چي وسله والو مخالفينو ته وويل،چي دځانمرګي بريد وروسته بيا هم تاته زيان نه رسيږي.
دملي امنيت کارکوونکو همداشان ددولت درې تنه نور هغه وسله وال مخالفين هم رسنيو ته وښودل،چي دکلونو راهيسي يې دافغان او بهرنيو ځواکو نو پرضد په ماين چاودنو او وسله والو بريدونو کي لاس درلود.
ياد کسان ،چي دکندهار دپنجوايي او ارغسان ولسوالۍ او دهلمند ولايت اوسېدونکي دي دامهال دکندهارښار په نهمه ناحيه کي نيول سوي دي.
ديادوني وړده،چي ديادو کسانو سره دځانمرګو بريدونو دواسکټونو په شمول ګڼي وسلې او چاودېدونکي توکي هم نيولي سوي دي.
پاته ...
په زړه پوري :

په کندهارکی دوه تنه ماین ښخوونکی دسرحدی پولیسولخواووژل سول
دغه پیښه دکندهاردمعروف اودزابل دشملزوولسوالیوترمنځ تیره شپه رامنځ ته سویده .
دکندهاردوالی ویاندزلمی ایوبی وایی نوموړوکسانوغوښتل چی پرلویه
لارکورنیواوباندنیوځواکونوته ماینونه ښخ کړی چی دپولیسولخواووژل سول .
ویاندوایی چی له دوی څخه یومیل کلاشنکوف او۵کړی ماینونه هم ترلاسه سوی دی .
پاته ...
په زړه پوري :

