کندهار نيوز Kandahar News
پرنړيوال جال دهيوادسيمي اونړۍ خبرونه : 1391/3/2 07:22:04
ځوانه څېره
ښاغلي اصف پتيالي: ځوان اصف پتيالي دنن څخه ٢٣ کاله وړاندي يعني په کال ١٣٦٩ هـ ش دسنبلي پرديرشمه دکندهارولايت په دريمه ناحيه کي ږيږيدلي دي. نوموړي په کال ١٣٨٨ هـ ش کي دلوي احمدشاه بابا عالي ليسې څخه په ښه درجه بريالى او فارغ سوي دي. د انګليسي ،کمپيوټر،جنرل منيجمينټ ،پروجکټ منيجمينت،او دژورناليزم لنډ مهال کورسونه يي ويلي او تعقيب کړي دي او په يادو برخو کي ښې لاس ته راوړني هم لري . ځوان پتيالي دخپلي مورنۍ ژبي پښتوترڅنګ په دري،انګليسي او اردو ژبه رواني خبري کولاي سي. اصيف جان دنورو ځونانو په څېر خپل هيواد ته په بېلابيلو برخو کي خدمتونه کړي دي چي ښه مثال ېې هم دښوونکي سپيڅلي دنده ده نموړي اوس مهال په کندهارکي ديوه وړيا ښونيز او رزونيز مرکز مرستيال دي او ددې ترڅنګ يي دژورناليزم په برخه کي هم دنده اجرا کړې ده . ښاغلي پتيالي واده کړي چي دا مهال دوه دالله نعمتونه لور او زوي لري او وايي چي ډير راته ګران دي . دا ځوان دخپلي وړتيا او ښه کار په بدل کي بيلابيل ستاينليکونه ترلاسه کړي چي دده په وينا ترټولو مهم يي ورته هغه ستاينليک دي چي دپخواني والي ښاغلي رحمت الله روفي ورته ورکړي دي . دا ځوان دنورو وګړو په څير دخپلي اصلي موسيقي يعني افغاني پښتو موسيقۍ سره زياته علاقه لري . او په سندرغاړو کي يي دکندهار دوتلي سندرغاړي عبدالخالق عزيز داواز سره مينه لري او تل يي سندري اوري . ځوان پتيالي دخپل وطن په خاطر حماسي شعرونه خوښوي او ترټول لوي ارمان يي پرخپلوپښودګران افغانستان دريدل،ابادي او سرلوړي ده . داچي ځوان دي نو دى وايي غواړم ټول دوستان مي په ژوند کي راڅخه خوښ وي او دخپګان څخه ډير خپه يم چي په ژوند کي راځي . ځوان پتيالي هغه څوک دي چي دخپلو کندهاريو پاخه کړو بانجڼو او کابلي پلو سره په خوړو کي ډيره مينه لري او خوښوي يي . په خپل ژوند کي لنډ سفرونه ډيرخوښوي و ډيرو هيوادو ته چي ده هم په دې ورستيو کي متحده امارات يا دوبي ته سفر کړي وو چي ښي خاطرې ځيني لري او دځوانانو څخه يوه هيله لري چي زده کړي وکړي او خپل ګران هيواد ته ښې لاس ته راوړني ولري.
کتل سوي : 32ځله
تاريخ : 13:04:54 - 1390/12/23
څانګه : خبرونه ,

يوې امنتي سرچينه وايې چي وسلوالو په زنګاوات كي پر هغه پلاوي ډزي كړي چي ديكښنبې دپېښي دڅېړلو لپاره تلليپه دې پلاوي كي ،دقومونو قبايلو سرحداتو وزير اسدالله خالد،كندهار والي توريالي ويسا،دولسمشر دوه وروڼه قيوم كرزي،شاولي كرزي ترڅنګ نور لوړپوړي چارواكي ګډون كړي وودا پلاوي په زنګاوات كي د ۱۶تنو ملكي وګړو د وژلو دپېښي د څېړلو لپاره تللي ويل كيږي په ډزو كي لس دقيقې دوام وكړ او پښي يو تن ټپي سوي تر اوسه نور معلومات نسته 

پاته دلته ولوله ...


څانګه : خبرونه ,

دکندهار ولايت دولايتي شورا غړي او په کندهار کي يوې شخصي راډيو (( ميرمن )) دامتيازڅښتني مريم دراني ته د٢٠١٢ زيږديز کال دزړه وري ښځي جايزه ورکړل سول .

دغه جايزه په دې ورستيو کي هرکال د امريکا دبهرنيو چارو د وزري هيلري کلنټن له خوا هغه فعالو او زړه ورو ښځو ته ورکول کيږي چي دښځو لپاره يي رشتني خدمت ته ملا تړلي وي او په دې برخه کي يي نه ستړي کيدونکي هلي ځلي کړي وي.

 

پاته دلته ولوله ...


کتل سوي : 26ځله
تاريخ : 13:34:08 - 1390/12/15
څانګه : خبرونه ,

دكندهاردملي امينت درياست كاركوونكوپه تيره اوني كي دبيلابيلو عملياتوپرمهال په ښاراو ولسواليوكي پنځه تنه وسله وال مخالفين نيولي چي غلچكي بريدونه اوبيلابيل وسله وال فعاليتونه يې تر سره كول .

دملي امنيت اداره وايي چي نيول سوي كسان دكندهارښار،ولسواليواو دګاونډي اروزګان ولايت اوسيدونكي دي چي په خپلوجرمنويي اعتراف هم كړي دي .

په نيول سووكسانو كي هغه كس هم شامل دي چي >>>>>> 


پاته دلته ولوله ...


کتل سوي : 36ځله
تاريخ : 09:31:36 - 1390/12/15
څانګه : بيلابيلي ليکني,

ليکوال: بريالی جلالزی

د موټر له ښيښې يې واوره وتوږله.

په بېړه په موټر کي کښيناستي .

يخ وهلو ګوتو يې په سختۍ د موټر کلي تاوه کړه.

لاسونه يې تر تخرګونو لاندې ټينګ ونيول.

زړه يې طاقت و نه کړ. د لاسونو ورغوي يې سره وموښل. بيا يې دواړه لاسونه تر خولې کړۍ کړل. کف کف يې کول، چې ژر تاوده سي. د موټر سويچ بورد ته يې وکتل. د ګرمېدو ستنه په لومړۍ کرښې ولاړه وه. موټر يې روان کړ. تر څو دقيقو مزل وروسته يې ملګري ته موټر ودراوه.

- هلکه څه شی کوې، په يخنۍ دې مړ کړمه. سلامونه.

- راځه موټر ګرم دی. اوس به دې په ګرمۍ مړ کړمه.

- خو ناوخته دې کړه اوس به ريس وايي، چې ناوخته راځئ.

- زه دې رسوم په قيصه کې يې مه اوسه.

موټر يې ګړندی کړ. تر ښه شېبه مزل وروسته نوي راغلي ملګري يې د سندرې ږغ ورو کړ.

- ته هاغې پخې ته ګوره. په دې يخنۍ کې خير غواړي. مسته ده مسته.

موټر ته ناست ملګري يې ور ته ښه وکتل.

- اوس ورته ګوره.

موټر يې لا ګړندی کړ. د سړک غاړې ته په ولاړو اوبو کې يې موټر په چټکۍ تېر کړ. دواړو په ښيښه کې ښځې ته ور وکتل. په اوبو لنډه خيشته وه. دواړو په لوړ ږغ وخندل او د سندرې ږغ يې بېرته هسک کړ. 

1390

مارمل کمپ


پاته دلته ولوله ...


کتل سوي : 37ځله
تاريخ : 08:18:53 - 1390/12/15
څانګه : خبرونه ,

  کندهارافغانستان- دکندهارولايت دګمرک رياست داسکوډا کمپيوټري سيسټم پرون
ديولړخاصو مراسمو په ترڅ کي پرانستل سو.
يادمراسم دپټي په پريکولوسره پيل سوه چي پکښي د کندهار والي پوهنوال
ډاکټر توريالي ويسا، د ګمرک رئيس عزيزالله جلالزى او د کندهار ولايت يو
شمير دولتي او غيري دولتي کسانو او کندهار ميشتو ملي سوداګرو برخه لرل.
اسکوډاASYCUDAيو کمپيوټري شفاف سيسټم دى چي د هيواد ديو شمير لويو
ولاياتو هرات، نيمروز، کابل، او جلال آباد په ګمرکاتوکي کارتري اخيستل
کيږي هيڅ څوک نه سي کولاي چي د ګمرکاتو د سيسټم په مراحلو کي تختي وکړي
او ياهم د ګمرکاتو څخه په غيري قانوني ډول تيرسي.
دکندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويساديادسيسټم څخه د ليدني پرمهال
خوښي وښودله او زياته يي کړه چي ددي سيسټم په فعاله کيدو سره به نه يوازي
د کندهارميشتو ملي سوداګروستونزي حل سي بلکي د دوى په کارونو کي به
آسانتياوي هم رامنځته سي. او دکندهار ولايت ملي سوداګرو او کميشنکارانو
ته يي د دي مرکز دفعاله کيدو مبارکي وويل.
د کندهار ګمرک رئيس عزيزالله جلالزي وويل چي دا يو ډير پرمختللي او د
انټرنيټ په آسانتياوو سمبال او مجهزسيسټم دى چي نه يوازي د ګمرکاتو په
کارونو کي آسانتياوي راولي بلکي د ګمرکاتو څخه د غيرقانوني مالونو د
تيرولو مخنيوى هم کوي او د ګمرکاتو د عوايدو په لوړولو کي هم ډير ښه رول
لري.ياد سيسټم ٤٤ کبينه لري چي په عالي کمپوټرو او انټرنيټي آسانتياوو
سره مجهز هم د‌ى.

پاته دلته ولوله ...


څانګه : خبرونه ,

دکندهار ولايت دامنيه قومندانۍ دامنيت امرسمونوال رحمت الله اطرافي نن دولايت مقام درسنيواومعلوماتوپه مرکزکي جوړي سوي خبري غونډي ته وويل چي پوليسو يې د تيري اوونۍ په اوږدو کي يو ځانمرګى بريد کوونکى او له چاودېدونکو توکو ډک دوه عرادې موټرونه نيولي دي.

 


پاته دلته ولوله ...


څانګه : خبرونه ,

په کندهارکي د قرآن سوځوني اويوشمېرنوروديني اومذهبي کتابونو د بې حرمتۍ په ارتباط يوه پراخه غونډه جوړه سوه چي پکښي کندهار والي، د ولايت مقام مرستيال، د ملي امنيت رئيس، د سولي ولايتي شورارئيس،دحج و اوقافو رئيس، دعلماؤشورا رئيس، د خرقې مطهرې او امام بارګاه خطيبانو،دکندهارښاردلسګونه مسجدونواوجامع ګانومشرانواودرسنيولسګونواستازوبرخه اخستې وه.


پاته دلته ولوله ...


څانګه : خبرونه ,

په کندهارکي د قرآن سوځوني اويوشمېرنوروديني اومذهبي کتابونو د بې حرمتۍ په ارتباط يوه پراخه غونډه جوړه سوه چي پکښي کندهار والي، د ولايت مقام مرستيال، د ملي امنيت رئيس، د سولي ولايتي شورارئيس،دحج و اوقافو رئيس، دعلماؤشورا رئيس، د خرقې مطهرې او امام بارګاه خطيبانو،دکندهارښاردلسګونه مسجدونواوجامع ګانومشرانواودرسنيولسګونواستازوبرخه اخستې وه.


پاته دلته ولوله ...


څانګه : خبرونه ,

د پوليسو او ايساف سرتيروترمنځ تېره ورځ دکندهارپه سپين بولدک ولسوالي کي لومړى لفظي شخړه او وورسته وسلواله نښته رامنځ ته سوې چي په پايله کي يې دايساف څلوروتنوته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دکندهارولايت مقام څخه خپره سوي خپرپاڼه وايي نښته تېره ورځ ماځيګرمهال دسپين بولدک ولسوالۍ اړوند درباط په سيمه کي هغه مهال رامنځ ته سوه کله چي پوليسواوايساف سرتيرو په ګډه د سيمي په يوه ښوونځي کي له زدکوونکو سره د قرطاسيې مرسته کوله.

خبرپاڼه زياتوي دتيري ورځي په نښته کي د ايساف يو سرتيرى چي د البانيا هيواد سره تړاو لري وژل سوى، دوه نور البانيان او يو بل امريکايي سرتيرى زخميان سوي دي.

په ياده نښته کي پوليسوته کوم ډول مالي اوځاني زيان نه دى اوښتى، خو وروسته په پېښه کي شامل پوليس دنوروپوليسو لخوا نيول سوي دي.

پاته دلته ولوله ...


څانګه : خبرونه ,

نن سهار دلسو بجو په شاوخوا کي په کندهار ښار کي دسوي موټر بمي چاودني له امله څلورو تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

بريد دکندهار ولايت مقام او کندهارښاروالۍ سره نژدې دمزليانو سراى اړوند پرڅلورمي امنيتي حوزې ترسره سوه،چي دکندهارښار شاوخوا ګڼي سيمي يې هم ولړزولې.

دکندهارولايت مقام ددفتر رئيس زلمي ايوبي کندهارنيوزته وويل،چي په چاودنه کي پوليسواو ملکي وګړو په ګډون څلورو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه زياته کړه،چي په وژل سوو کي يوپوليس اوپه ژوبل کي يوپوليس او دوه ملکي وګړي شامل دي.

بلخوا دکندهار دميرويس روغتون نوکريوال ډاکټر،چي نه يې غوښتل نوم يې واخيستل سوي کندهارنيوز ته وويل،چي دپيښي له ځآيه ورته يووژل سوى پوليس او ديوه پوليس په ګډون يې دوه ملکي وګړي ور وړل سوي دي،خو هغه يې دروغتيايي حالت په اړه معلومات ورنه کړل.

ديادوني وړده،چي دمزليانو په نوم سراى ،چي نن پکښي درنه موټر بم چاودنه وسوه تېرکال يوسوداګريزمارکيټ و،چي هره ورځ به سلګونو کسانو پکښي خپل کاروبار ترسره کاوه،خو په هغه کال ديادي سيمي څخه بل ځاى ته ولېږدول سو،چي په نننۍ چاودنه کي يې دزياتي مرګ ژوبلي مخه ونيول.


پاته دلته ولوله ...




.: نقيب الله اسحاقکندهارنيوز :.
keywords
iran fans