کندهار نيوز Kandahar News
پرنړيوال جال دهيوادسيمي اونړۍ خبرونه : 1391/3/2 07:22:53
ځوانه څېره
ښاغلي اصف پتيالي: ځوان اصف پتيالي دنن څخه ٢٣ کاله وړاندي يعني په کال ١٣٦٩ هـ ش دسنبلي پرديرشمه دکندهارولايت په دريمه ناحيه کي ږيږيدلي دي. نوموړي په کال ١٣٨٨ هـ ش کي دلوي احمدشاه بابا عالي ليسې څخه په ښه درجه بريالى او فارغ سوي دي. د انګليسي ،کمپيوټر،جنرل منيجمينټ ،پروجکټ منيجمينت،او دژورناليزم لنډ مهال کورسونه يي ويلي او تعقيب کړي دي او په يادو برخو کي ښې لاس ته راوړني هم لري . ځوان پتيالي دخپلي مورنۍ ژبي پښتوترڅنګ په دري،انګليسي او اردو ژبه رواني خبري کولاي سي. اصيف جان دنورو ځونانو په څېر خپل هيواد ته په بېلابيلو برخو کي خدمتونه کړي دي چي ښه مثال ېې هم دښوونکي سپيڅلي دنده ده نموړي اوس مهال په کندهارکي ديوه وړيا ښونيز او رزونيز مرکز مرستيال دي او ددې ترڅنګ يي دژورناليزم په برخه کي هم دنده اجرا کړې ده . ښاغلي پتيالي واده کړي چي دا مهال دوه دالله نعمتونه لور او زوي لري او وايي چي ډير راته ګران دي . دا ځوان دخپلي وړتيا او ښه کار په بدل کي بيلابيل ستاينليکونه ترلاسه کړي چي دده په وينا ترټولو مهم يي ورته هغه ستاينليک دي چي دپخواني والي ښاغلي رحمت الله روفي ورته ورکړي دي . دا ځوان دنورو وګړو په څير دخپلي اصلي موسيقي يعني افغاني پښتو موسيقۍ سره زياته علاقه لري . او په سندرغاړو کي يي دکندهار دوتلي سندرغاړي عبدالخالق عزيز داواز سره مينه لري او تل يي سندري اوري . ځوان پتيالي دخپل وطن په خاطر حماسي شعرونه خوښوي او ترټول لوي ارمان يي پرخپلوپښودګران افغانستان دريدل،ابادي او سرلوړي ده . داچي ځوان دي نو دى وايي غواړم ټول دوستان مي په ژوند کي راڅخه خوښ وي او دخپګان څخه ډير خپه يم چي په ژوند کي راځي . ځوان پتيالي هغه څوک دي چي دخپلو کندهاريو پاخه کړو بانجڼو او کابلي پلو سره په خوړو کي ډيره مينه لري او خوښوي يي . په خپل ژوند کي لنډ سفرونه ډيرخوښوي و ډيرو هيوادو ته چي ده هم په دې ورستيو کي متحده امارات يا دوبي ته سفر کړي وو چي ښي خاطرې ځيني لري او دځوانانو څخه يوه هيله لري چي زده کړي وکړي او خپل ګران هيواد ته ښې لاس ته راوړني ولري.
څانګه : خبرونه ,

په شاوليکوټ ولسوالۍ کي ددولتي مامورينو لپاره ودانۍ جوړه سوه.

په داسي حال کي ،چي دکندهار دولتي ادارې ليري پرتو ولسواليو ته دولتي حاکميت دغځولو خبره کوي، نن په شاوليکوټ ولسوالۍ کي ددولتي مامورينو لپاره نوې ودانۍ جوړه اوګټي اخيستني ته وړاندي سوه.
 ياده ودانۍ دشاوليکوټ ولسوالۍ په مرکز کي دامريکا دمتحده ا..... 
پاته دلته ولوله ...


څانګه : خبرونه ,

دپښتو او دري ژبي دنوميالي شاعر اسلم لوڼ سلم تلين ولمانځل سو.

دکندهارداطلاعاتو او کلتور رياست له لوري دپښتو او دري ژبي د نوميالي شاعر اسلم لوڼ دسلم تلين په وياړ يو ورځنى علمي او څېړنيز سېمنارجوړسو.
 اسلم لوڼ ددين محمد زوى دکندهارښار دڅلورمي ناحيې دبامېزو په کوڅه کي زېږدېدلى دى، هغه دکندهار دنومياليو، خو نومورکو شاعرانو له ډلى څخه دى،چي په ١٣٣٢هجري قمري کال کي په ٧٨ کلنۍ کي په حق.... 
پاته دلته ولوله ...


کتل سوي : 33ځله
تاريخ : 13:24:45 - 1391/2/27
څانګه : بيلابيلي ليکني,

زه به نه يم خو زما يادبه درسره وي!

امين الله صابر  

دانړۍ به وي، دغه انسانان به وي، دغه کلى به وي او ته به هم پکښې اوسېږې، خودومره نه پوهېږم چي ژوندبه بېله ما څنګه تېروې.
 کېداى سي کله داسي فکردرته پيداسي چي زه يوځاى ته په سپرتللى يم، اوغواړې زنګ راته ووهې دتليفون له لاري مي احوال واخلې، ته به په هغه لاسونو چي کله دي هم ماته ددعا کولو لپاه ره نه دي پورته کړي زمادتليفون شمېره ډايله کړې خوهغه به درته داسي ځواب درکړي" کومه شمېره چي تاسوډايله کړې په سيستم کي.... 
پاته دلته ولوله ...


څانګه : خبرونه ,

دکندهار دملي امنيت ځواکونو ددوو قوماندانو په ګډون ١٤  نيولي دي.

دکندهار دملي امنيت ځواکونو په روانه اوونۍ کي په ښار او ولسواليو کي د پټو استخباراتي معلوماتو پربنسټ دوسله والو مخالفينو داکمالاتو او چاودني  کوونکو دقوماندانو په ګډون ١٤ تنه دوسله والو مخالفينو سره دمرستي او جعل کارۍ په تور نيولي دي.

دملي امنيت سرچينې وايي،چي په قوماندانو کي محمدنبي ، مشهور په حاجي احمد دهملند ولايت اوسېدونکى او عبدالباري شامل دى،چي وسلې او چاودېدونکي توکي يې دپاکستان دچمن .....


پاته دلته ولوله ...


څانګه : خبرونه ,

هلمند:ملي امنيت نهه ټنه چاوديدونكي توكي نيولي دي.

هغه عمليات چې د سه شنبې په شپه په هلمند ولايت كې د ملي امنيت د منسوبينواوبست ۱۷۰ قطعې لخوا د لښكرگاه د خشكابې د ريگ په سيمه كې ترسره سول نهه ټنه چاوديدونكي توكي نيول سوي دي.

د يادوچاوديدونكوټوليزه اندازه نهه ټنه كيږي چې پكښې امونيم نايتريت اود ټي ان ټي .....


پاته دلته ولوله ...


څانګه : خبرونه ,

په هلمندكې پنځلس تنه وسلوال اوددوى يوتن قوماندان وژل سوي دي

دهلمند دوالي وياند دواؤداحمدي وايې ددې ولايت د موسى كلا ولسوالى د ريگي،مضرآباد اوځينونورو امنيتي پوستود يكشنبې په ورځ ناوخته وسلوالو په ډيرقوت وسلوال بريدونه ترسره كړي چې په وړاندې يې امنيتي ځواكونوهم سخت غبرگون ښودلى اوايساف ځواكونوهم د هوايي ځواك مرسته كړې چې په پايله كې يې د دښمن بريد....  


پاته دلته ولوله ...


څانګه : خبرونه ,

دوه تنه ماين ښخوونکي په مسجد کي دماين ښخولو پرمهال ژوبل سول.

دکندهار ولايت په پنجوايي ولسوالۍ کي دوه تنه په مسجد کي د ماين ښخولو پرمهال د خپل ماين ښکار او ژوبل سوي دي.
 کندهار ولايت مقام ديوې خبرپاڼي په خپرولو سره ويلي،چي يادو دوو تنو چي يو يي ملاعبدالحکيم نوميږی اود ماين ښخوونکو د ډلی سرګروپ وو غوښتل يې چي د زنګ آباد کلي په يوه مسجد.... 
پاته دلته ولوله ...


څانګه : خبرونه ,

کندهار:دښه امنيت لپاره دامنيتي ځواکونو هڅي وستايل سوې.
صديق الله افغان 
کندهاري ځوانانو ديوې پراخي غونډي په جوړولو سره په دې ولايت کي دمېشتو امنيتي ځواکونو هڅي وستايلي او په هره برخه کي يې دهغوئ څخه ملاتړ اعلان کړ.
په غونډه کي دکندهار دامنيتي او ملکي چارواکي ترڅنګ دننګرهار والي ګل اغا شېرزي هم ګډون درلود او په خپله وينا يې دکندهاري ځوانانو دانوښت ،چي دامنيتي ځواکونو دسرښندني ياد تازه کوي وستايه.
کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا دخپلي وينا پرمهال دکندهار ځوانانو داحساس قدرداني وکړه او څرګنده يې کړه،چي دامنيتي ځواکونو سرښندني او قربانيو موږ ته ديوه ښه چاپيريال.... 
پاته دلته ولوله ...


څانګه : خبرونه ,

په کندهار کي اووه کسيزه سړي تښتونکي ډله ونيول سوه.
صديق الله افغان - ٢١-٢- ١٣٩١
په کندهار کي پوليس چارواکي وايي په دريو جلاجلا عملياتو کي يې په کندهارښار او ولسواليو کي دسړي تښتوونکو يوه ډله نيولې او درې کوچنيان يې دمنګلو څخه خلاص کړي دي.
دکندهار دامنيت امرسمونوال رحمت الله اطرافي وايي،سړي تښتونکوددولتي ادارودکارکوونکواوسوداګرو زامن تښتولي او د کورنيو څخه يې دپيسو غوښتنه کول.
هغه زياته کړه،چي دسړي تښتونکو له منګلو څخه په خلاصوو سو کوچنيانو کي ذبيح الله ديوه ملي سوداګر زوى، قدرت الله دارزګان ولايت دامنيي قوماندانۍ دتروريزم دمدير زوى او سميع الله.... 
پاته دلته ولوله ...


څانګه : خبرونه ,

په بټي کوټ کې چاودنې ديوه کورپنځو تنو ته مرګ ژوبله واړوله


دننګرهارپه بټي کوټ ولسوالۍ کې د يوې چاودنې له امله يوه ښځه مړه اوددرېيوښځو په ګډون څلور تنه ټپي سوي دي.

دبټي کوټ ولسوال حاجي زلمي وويل، چې دا چاودنه نن له غرمې مخکې د ولسوالۍ د ٢٣مې ويالې په سيمه کې د قاري عطاء الله په نوم د يوه ځايي اوسېدونکي په کور کې سوې ده.

هغه زياته کړه،چې قاري عطاء الله په خپل کور کې ماينونه جوړول، چې ناڅاپه پرې چاودنه رامنځته سوې ده.

ولسوال وايي، چې په دې چاودنه کې په خپله قاري له خپلې يوې لور او دوو نورو ښځو سره ټپي سوى او يوه ښځه مړه سوې ده.

حاجي زلمي وويل، چې د چاودنې ټپيان د غني خېلو ولسوالۍ....


پاته دلته ولوله ...




صفحه 1 از 29  1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 انتها


.: نقيب الله اسحاقکندهارنيوز :.
keywords
iran fans