
دکاپيسا درې تنه چارواکي له يوې چاودنې روغ ووتل.
دکاپيسامرستيال والي،يوسناتوراودکرنې رييس له يوې چاودنې روغ ووتل.
دکاپيسادوالي وياند قيس قادري رسنيوته وويل،چې داچاودنه نن سهار شاوخوا اته نيمې بجې دولايت دمرکزمحمودراقي اړوند د شوخيو په سيمه کې رامنځته سوه.
هغه زياته کړه، چې د والي مرستيال عزيزالرحمن تواب، د مشرانو جرګې غړى سناتور....
پاته دلته ولوله ...

ايساف ځواکونو تېره ورځ دکندهار ولايت په دامان ولسوالۍ کي د ګزمۍ پرمهال پريوه ملکي وګړي دوسله وال ګومان کړي او په ډزو يې وژلى دى.
دکندهاردامنيت امرسمونوال رحمت الله اطرافي هم دپيښي پخلى وکړ او په وينا يې ياده پېښه د دامان ولسوالۍ اړوند په منډ حصار کلي کي رامنځته سوې ده.
هغه وايي،چي ياد تن ددډېر عمر لرونکى و، او په غلطۍ کي وژل سوى .
ايساف ځواکونو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي
پاته دلته ولوله ...

د ايساف يوې چورلکې بېړنۍ ناسته وکړه
دناټوپه مشرۍ ايساف ځواکونه وايي، چې د افغانستان په ختيځ کې يې يوې چورلکې بيړنۍ ناسته کړې ده.
په کابل کې د دغو ځواکونود مطبوعاتي دفتر له خوا رسنيوته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي،چې دا پيښه نن سهاروخته دافغانستان په ختيځ کې رامنځته شوې ده.
سرچينې زياته کړې،چې د دې پيښې داصلي لامل د پيدا کيدو په موخه يې څېړنې پيل کړې، خو لومړني راپورونه ښيي چې په دې پېښه کې وسلوالو مخالفينو لاس نه درلود.
ايساف ويلي،چې د چورلکې عمله د پيښې له ځاى څخه خوندي ځاى ته ليږدول شوې او چا ته زيان نه دى اوښتى.
دايساف خبرپاڼې د پيښې کره ځاى نه دى په ډاګه کړى.
وسلوالو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
پاته دلته ولوله ...

دکندهار٢٢ تنه فوټبال لوبغاړي دروزني لپاره ايران ته لېږل کيږي.
دکندهار دسپورټ او بدني روزني امريت چارواکي وايي، چي په پلان کي لري،چي ددې ولايت ٢٢ تنه دفوټبال لوبغاړي دروزني لپاره ګاونډي هيواد ايران ته ولېږي.
داپه داسي حال کي ده،چي تردې وړاندي په کندهار کې دفوټبال لوبغاړو له خپل فدراسيونه غوښتي وه ،چي دوى ته دي په نوي نړیوال سیستم روزنه ورکړل سي.....
پاته دلته ولوله ...

دکونړدسولې عالي شورادولايتي دفترمشرپه يوه ځانمرګي بريد کى ووژل سو
دکونړ په وټه پور ولسوالۍ کې د جمعې له لمانځه وروسته ځانمرګي بريد وسو، چې په پايله کې يې ددى ولايت د سولې عالي شورا د ولايتي دفتر مشر ووژل سو .
دغه څرګندونې دکونړامنيه قوماندان مل پاسوال عوض محمدنظري رسنيوته وکړې .
پاته دلته ولوله ...

په تګاب کې څلور ملکي وګړي ووژل سول
دکاپيسا ولايت په تګاب ولسوالۍ کې د ملي اردو او پوليسو په چاڼيزو عملياتو کې څلور ملکي وکړي وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
دغه څرګندونې دکاپيسادولايتي شوراغړي نجيب الله رحيمي رسنيوته وکړې.
هغه وويل ، چې په وژل شويو کسانو کې دوه نجونې،يوه ميرمن او يو......
پاته دلته ولوله ...

په يوه ترافيکي پيښه کې ٧ تنه مړه او درې نور ټپيان شول
دکندهارپه پنجوايي ولسوالۍ کې په يوه ترافيکي پيښه کې٧ تنه مړه او درې تنه ټپيان شول.
دکندهار د ولايت مطبوعاتي مسوول جاوېد فيصل رسنيوته وويل ،چې نن سهار شاوخوا څه کم اته بجې ، د پنجوايي ولسوالۍ د سرې کلا اړوندخوني مانده په سيمه کې د کندهار _ هرات پر لويه لار د تيلو يو ټانکر له يوه مسافر وړونکي تونس موټر سره ټکر وکړ .....
پاته دلته ولوله ...

د ناټو يو سرتيرى ووژل سو
دناټوپه مشرۍ ايساف ځواکونو په افغانستان کې د خپل يوه سرتيري د وژل کيدو خبر ورکړ.
دغه خبر په کابل کې دايساف ځواکونومطبوعاتي دفتر رسنيوته په راليږل شوې خبرپاڼه کې ورکړى دى.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه سرتيرى يې پرون......
پاته دلته ولوله ...
طالبان وايي د افغان ځواکونو په نښه کولو ته لومړیتوب ورکوي
د افغانستان په ختيځ کې طالب قومندان ملا دوران الجزیرې تلوېزیون ته ویلي اوس د افغان امنیتي سرتېرو په نښه کولو ته لومړیتوب ورکوي
په ختيځ ولایت کونړ کې دغه طالب قومندان ویلي، نه یوازې افغان ځواکونه په نښه کوي، بلکې ددوی کورنۍ به هم په نښه کړي، چې خپل غړي له ځواکونو راوباسي.
پاته دلته ولوله ...

کندهار:دافغان امنيتي ځواکونو له لوری مستقل عمليات پيل سوه
په کندهار ولايت کي دګډوافغان امنيتي ځمکني اوهوايي ځواکونوله لوري پرون يکشنبه تصفيوي عمليات په ډنډ او پنجوايي ولسواليو کي پيل سوه.
د۲۰۵ اتل قول اردو د لومړی ليوا قومندان بريد جنرال احمد حبيبي چی د کندهار ولايت د رسنيو په مرکز کي يي په يوي ځانګړی خبری ناسته کي خبري کولي وويل:
پاته دلته ولوله ...

