
دکندهاردملي امنيت کارکوونکوددرو وسله والومخالفينو په ګډون دوه لس کلن کوچنيان،چي ځانمرګي بريدونو ته چمتو سوه وه نيولي دي.
دملي امنيت چارواکي وايي،چي په نيول سووکسانوکي دوه کوچنيان په ديني مدرسه کي دزده کړوپرمهال دځانمرګي بريدلپاره چمتوسوي وه.
دغه دوه کوچنيان دلسوکلونوپه شاوخواکي عمرلري يودپاکستان دکوئټيې ښار دپښين سيمي او دوهم تن دپکتيا دکردېز ښار اوسېدونکى ،چي څه موده وړاندي دافغان ولسمشر حامد کرزي له لوري ورته بخښنه سوې وه .
دنصيب الله نوم دپښين سيمي اوسېدونکي وايي،چي ددولت وسله والو مخالفينو تېرايستلى دي.
دځانمرګي بريدلپاره دوهم چمتوسوى کوچني،چي خپل نوم يې عزيزالله ښوده وويل،چي وسله والو مخالفينو ته وويل،چي دځانمرګي بريد وروسته بيا هم تاته زيان نه رسيږي.
دملي امنيت کارکوونکو همداشان ددولت درې تنه نور هغه وسله وال مخالفين هم رسنيو ته وښودل،چي دکلونو راهيسي يې دافغان او بهرنيو ځواکو نو پرضد په ماين چاودنو او وسله والو بريدونو کي لاس درلود.
ياد کسان ،چي دکندهار دپنجوايي او ارغسان ولسوالۍ او دهلمند ولايت اوسېدونکي دي دامهال دکندهارښار په نهمه ناحيه کي نيول سوي دي.
ديادوني وړده،چي ديادو کسانو سره دځانمرګو بريدونو دواسکټونو په شمول ګڼي وسلې او چاودېدونکي توکي هم نيولي سوي دي.

