ځوانه څېره
کتل سوي : 74ځله
تاريخ : 13:42:12 - 1390/11/23
څانګه : خبرونه ,


دکندهار ولايت دژړۍ ولسوال نيازمحمد سرحدي نن سهار دلسو بجو په شاوخوا کي ديوه وسله وال بريد روغ ووت ،خو يو ساتونکي يې سخت ژوبل سو.دژړۍ ولسوال نيازمحمد سرحدي وويل،چي بريد دکندهار _ هرات دلاري په اوږدو کي دماکوانو په سيمه کي هغه مهال پر ترسره سو، کله چي ولسوالۍ په لاره و.هغه زياته کړه،چي دبريد پرمهال ورته زيان نه دى رسېدلى ،خو يو ساتونکي يې سخت ژوبل سوى او وروسته دايساف ځواکونو له لوري روغتون لېږدول سوى دى.ولسوال وويل،چي دبريد وروسته يې په سيمه کي دملي اردو او پوليسو له لوري سيمه تر عملياتو لاندي راوستل ،چي پايله کي يې اووه مشکوک کسان نيولي او دامهال ترې څېړني رواني دي.ديادوني وړده،چي کابو يوه مياشت وړاندي هم دژړۍ ولسوال دکندهار ښار اړوند په ميرويس ميني سيمي کي ديوه وسله وال بريد روغ وتلى و،خو يوه بريدکوونکى يې نيول سوى و.
چلونکي
نقيب الله اسحاق
وروستي خبرونه
.: نقيب الله اسحاقکندهارنيوز :.

