ځوانه څېره
کتل سوي : 57ځله
تاريخ : 12:15:56 - 1390/11/24
څانګه : خبرونه ,

پوليسودکندهار ولايت په سرحدي ولسوالي ريګستان کي دوسلوالي جګړې پرمهال درې تنه وسلوال طالبان ووژل او ورسره وسلې او مهمات يې تر لاسه کړل.
دولايت مقام څخه خپره سوي خبرپاڼه وايي ددې ترڅنګ تېره ورځ په ارغستان ولسوالي کي هم د پوليسو لخواعمليات سوي چي په نتيجه کي يې دوه تنه مشکوک وسلوال نيول سوي اودپلټنو لپاره بېول سوي دي.
خپرپاڼه ليکي په ريګستان ولسوالي کي درې تنه وسلوال هغه مهال ووژل سول چي تېر ماځيګر څلور بجې يې د ولسوالۍ د موش ګيرانو په سيمه کي د ملي پوليسو پر موټرونو بريد وکړى.
دپوليسو په ځوابيه بريد کي د وسلوالو درې غړي وژل سوي چي مړي يې تر اوسه هم د جګړې پر ډګر پاته دي او پاته نور وسلوال په تېښته بريالي سوي دي.
په پرونۍ جګړه کي نه هم پوليسو او نه هم په سيمه کي ملکي وګړو ته کوم ډول مالي او ځاني زيان اوښتى دى.
پرون ورځ همدارازد په ارغستان ولسوالي کي هم د پوليسو او وسلوالو طالبانو ترمنځ نښته سوې چي له لنډ مقاومت وروسته وسلوال تښتېدلي او پوليسو د سيمي د پلټلو پرمهال دوه تنه مشکوک وسلوال نيولي دي.
دواړه نيول سوي کسان په سيمه کي د پوليسو قومندانۍ ته وړل سوي او ورڅخه پلټني ګروېږني رواني دي.
خبرپاڼه ديوبل خبر له مخي وايي دوې ورځي وړاندي دکندهارپه معروف ولسوالي کي د پاکستان سره پر پوله د افغان سرحدي ځواکونو لخوا هغه دوه تنه چي د پاکستان له خاوري راوښتي ول او ماينونه يې ښخول وژل سوي ول.

چلونکي
نقيب الله اسحاق
وروستي خبرونه
.: نقيب الله اسحاقکندهارنيوز :.