کندهار نيوز Kandahar News
پرنړيوال جال دهيوادسيمي اونړۍ خبرونه : 1391/3/2 07:29:11
ځوانه څېره
ښاغلي اصف پتيالي: ځوان اصف پتيالي دنن څخه ٢٣ کاله وړاندي يعني په کال ١٣٦٩ هـ ش دسنبلي پرديرشمه دکندهارولايت په دريمه ناحيه کي ږيږيدلي دي. نوموړي په کال ١٣٨٨ هـ ش کي دلوي احمدشاه بابا عالي ليسې څخه په ښه درجه بريالى او فارغ سوي دي. د انګليسي ،کمپيوټر،جنرل منيجمينټ ،پروجکټ منيجمينت،او دژورناليزم لنډ مهال کورسونه يي ويلي او تعقيب کړي دي او په يادو برخو کي ښې لاس ته راوړني هم لري . ځوان پتيالي دخپلي مورنۍ ژبي پښتوترڅنګ په دري،انګليسي او اردو ژبه رواني خبري کولاي سي. اصيف جان دنورو ځونانو په څېر خپل هيواد ته په بېلابيلو برخو کي خدمتونه کړي دي چي ښه مثال ېې هم دښوونکي سپيڅلي دنده ده نموړي اوس مهال په کندهارکي ديوه وړيا ښونيز او رزونيز مرکز مرستيال دي او ددې ترڅنګ يي دژورناليزم په برخه کي هم دنده اجرا کړې ده . ښاغلي پتيالي واده کړي چي دا مهال دوه دالله نعمتونه لور او زوي لري او وايي چي ډير راته ګران دي . دا ځوان دخپلي وړتيا او ښه کار په بدل کي بيلابيل ستاينليکونه ترلاسه کړي چي دده په وينا ترټولو مهم يي ورته هغه ستاينليک دي چي دپخواني والي ښاغلي رحمت الله روفي ورته ورکړي دي . دا ځوان دنورو وګړو په څير دخپلي اصلي موسيقي يعني افغاني پښتو موسيقۍ سره زياته علاقه لري . او په سندرغاړو کي يي دکندهار دوتلي سندرغاړي عبدالخالق عزيز داواز سره مينه لري او تل يي سندري اوري . ځوان پتيالي دخپل وطن په خاطر حماسي شعرونه خوښوي او ترټول لوي ارمان يي پرخپلوپښودګران افغانستان دريدل،ابادي او سرلوړي ده . داچي ځوان دي نو دى وايي غواړم ټول دوستان مي په ژوند کي راڅخه خوښ وي او دخپګان څخه ډير خپه يم چي په ژوند کي راځي . ځوان پتيالي هغه څوک دي چي دخپلو کندهاريو پاخه کړو بانجڼو او کابلي پلو سره په خوړو کي ډيره مينه لري او خوښوي يي . په خپل ژوند کي لنډ سفرونه ډيرخوښوي و ډيرو هيوادو ته چي ده هم په دې ورستيو کي متحده امارات يا دوبي ته سفر کړي وو چي ښي خاطرې ځيني لري او دځوانانو څخه يوه هيله لري چي زده کړي وکړي او خپل ګران هيواد ته ښې لاس ته راوړني ولري.
څانګه : خبرونه ,



افغان سرحدي پوليسو تېره ورځ دکندهارپه سرحدي ولسوالۍ سپين بولدک کي دپلټونکوعملياتو پرمهال ٧٢ کيلوګرامه نشه يي توکي او دوه تنه قاچاقبران نيولي دي.
دولايت مقام څخه خپره سوي خبرپاڼه وايي په نيول سوونشه يي توکوکي ٢٨ کيلو ګرامه کرسټال او ٤٤ کيلو ګرامه خام چرس شامل دي چي په ټونس موټر او ټکټر کي په ډېر مهارت سره ځاى پر ځاى سوي ول.
خبرپاڼه زياتوي دواړه موټرونه له کندهارښاره سپين بولدک ولسوالۍ ته پرلاره دوت غره په سيمه کي د سرحدي پوليسو د پلټني پوستې لخوا نيول سوي دي.
دخبپاڼي په وينا له نيول سوونشه يي توکوسره يو ځاى د نشه يي توکو لېږدوونکي هم نيول سوي او دامهال تر پوښتنو ګروېږنو لاندي دي څو د نورو قاچاقبرانو او نشه يي توکو کاروباريانو په اړه ترې معلومات تر لاسه سي.




.: نقيب الله اسحاقکندهارنيوز :.
iran fans