
ليكوال: بريالى جلالزى
پر وسپنيزې پايې ځوړندو څراغونو ته يې وكتل. لا شنې وې. بيا يې موټرو ته سترګې واړولې. ګړندې روان ول. د اشارو له سره كېدو سره د موټرو په خوا ور روان شو. په سراچې كې ناست چاغ سړي ته يې ښيښه ور وټكوله او د مبايل كارتونه يې ورښكاره كړل:
_ د موبايل كارتونه، سيمکارت.
چاغ سړي د نه په دود سر وښوراوه. په منډه ترې روان شو. د زېړې سپينې كرولا په شاتني سيټ كې يې سترګې پر شنې چادرۍ ولګېدې.
د موبايل له كارتونو څخه جوړ شوى تړانګه يې ورته وخوځوله. ښځې ورته اشاره وكړه. په منډه ورغى. له بټوې يې پيسې را ايستې. ماشوم په دنګ هلک پسې څار وکړ. سترګې يې پرې و نه لګېدې. د شورنخودو كراچۍ ته يې پام شو. ښځې غږ:
_ واخله.
ماشوم په بېړه مخ ورواړاوه. پنځوسى يې وليد. لاس يې ور اوږد كړ. ناڅاپه چا پورې وهل. ور وې كتل. بيا هماغه دنګ هلك و. دنګ هلك له ښځې پنځوسى واخيست:
_ خاله د چشي* كارت غواړې.
يوه شېبه يې دنګ هلک ته وكتل. له خولې يې غږ نه وت. غرېو نيولى و. بيرته يې پر موټرو نظر تېر كړ. په هاغه بل كتار كې يې تور كروزين يې په نښه كړ. دنګ هلك ته يې وكتل. له ښځې سره په خبرو بوخت و. ور منډه يې كړه. تورو ښيښو يې په موټر كې ناست خلك له نظره پټ ساتلي و. دواړه لاسونه يې پر ښيښه كېښوده او دننه يې ور وكتل. ښيښه ورو ورو كښته كېده. د خندا لوړ غږ او د سندرې شور يې واورېد. سترګې يې د هغه له شنو سترګو سره وجنګېدې. ږيرې يې پر سپين مخ توره كرښه ايستلې وه. دواړه لاسونه پر شترنګ ايښي و.
_ د موبايل كارتونه، سيمكارت.
په موټر کې ناست هلک څراغ ته سترګې واړوې. بيا يې ماشوم ته يې وويل:
_ يو نيم سلو والا يو كارت را.
ماشوم موسك شو. ژر يې له جيبه كارتونه راوايستل. له ځان سره يې وويل:
_ اوس به د غرمې ډوډۍ هم وخورم.
د شورنخودو پر كراچۍ يې ګړندى نظر تېر كړ. سړي ورغږ كړ.
_ زر كوه.
_ ښه، ښه.
كارت يې ورته ونيو. په موټر كې ناست هلك ترې كش كړ. ماشوم د پيسو په تمه و. څراغ شين شو او موټر ګړندی روان شو.
۱ \ ۸ \ ۱۳۹۰

