کندهار نيوز Kandahar News
پرنړيوال جال دهيوادسيمي اونړۍ خبرونه : 1391/3/2 07:30:29
ځوانه څېره
ښاغلي اصف پتيالي: ځوان اصف پتيالي دنن څخه ٢٣ کاله وړاندي يعني په کال ١٣٦٩ هـ ش دسنبلي پرديرشمه دکندهارولايت په دريمه ناحيه کي ږيږيدلي دي. نوموړي په کال ١٣٨٨ هـ ش کي دلوي احمدشاه بابا عالي ليسې څخه په ښه درجه بريالى او فارغ سوي دي. د انګليسي ،کمپيوټر،جنرل منيجمينټ ،پروجکټ منيجمينت،او دژورناليزم لنډ مهال کورسونه يي ويلي او تعقيب کړي دي او په يادو برخو کي ښې لاس ته راوړني هم لري . ځوان پتيالي دخپلي مورنۍ ژبي پښتوترڅنګ په دري،انګليسي او اردو ژبه رواني خبري کولاي سي. اصيف جان دنورو ځونانو په څېر خپل هيواد ته په بېلابيلو برخو کي خدمتونه کړي دي چي ښه مثال ېې هم دښوونکي سپيڅلي دنده ده نموړي اوس مهال په کندهارکي ديوه وړيا ښونيز او رزونيز مرکز مرستيال دي او ددې ترڅنګ يي دژورناليزم په برخه کي هم دنده اجرا کړې ده . ښاغلي پتيالي واده کړي چي دا مهال دوه دالله نعمتونه لور او زوي لري او وايي چي ډير راته ګران دي . دا ځوان دخپلي وړتيا او ښه کار په بدل کي بيلابيل ستاينليکونه ترلاسه کړي چي دده په وينا ترټولو مهم يي ورته هغه ستاينليک دي چي دپخواني والي ښاغلي رحمت الله روفي ورته ورکړي دي . دا ځوان دنورو وګړو په څير دخپلي اصلي موسيقي يعني افغاني پښتو موسيقۍ سره زياته علاقه لري . او په سندرغاړو کي يي دکندهار دوتلي سندرغاړي عبدالخالق عزيز داواز سره مينه لري او تل يي سندري اوري . ځوان پتيالي دخپل وطن په خاطر حماسي شعرونه خوښوي او ترټول لوي ارمان يي پرخپلوپښودګران افغانستان دريدل،ابادي او سرلوړي ده . داچي ځوان دي نو دى وايي غواړم ټول دوستان مي په ژوند کي راڅخه خوښ وي او دخپګان څخه ډير خپه يم چي په ژوند کي راځي . ځوان پتيالي هغه څوک دي چي دخپلو کندهاريو پاخه کړو بانجڼو او کابلي پلو سره په خوړو کي ډيره مينه لري او خوښوي يي . په خپل ژوند کي لنډ سفرونه ډيرخوښوي و ډيرو هيوادو ته چي ده هم په دې ورستيو کي متحده امارات يا دوبي ته سفر کړي وو چي ښي خاطرې ځيني لري او دځوانانو څخه يوه هيله لري چي زده کړي وکړي او خپل ګران هيواد ته ښې لاس ته راوړني ولري.
کتل سوي : 46ځله
تاريخ : 18:20:20 - 1390/11/28
څانګه : بيلابيلي ليکني,

ليكوال: بريالى جلالزى

 

پر ترازو يې پيسې وهلې.

_ دسلاف، دسلاف، دسلاف

بوډۍ ښځه دوكان ته راننوته. چادرۍ ته يې يو د ډوډۍ پينه نه وه وركړي. دوكاندار ته يې لاس اوږد كړ.

_ خيرااااات.

سړي په خپلې سپينې ږيرې لاس تېر كړ.

_ دعا وكړه.

صدقه رد بلا. خير راكه، د خداى په نامه.

_ توړۍ دعا وكه، دسلاف مې نه دى كړى.

_ د يوې ډوډۍ پيسې خو راكه، بچيان مې وږي دي، خدايکه يې له سهاره راهيسي  سپيره ګوله تر ستوني تېره کړې وي. ....

غريو ونيوله. بوډا له ځان سره وبنګېد. د ترازو بېخ ته پرتې وسپنيزې پيسې يې په ګوته هاخوا دې خوا كړې. يوه افغانۍ يې پكې ومونده، ښځې ته يې كړه:

_ واخله، دعا وكه. چې بيا رانسې.  

څو دقيقې وروسته بله ښځه دوكان ته راننوته. چادري غوندې يې شنې پنجابي جامې اغوستې وې.

د خريدار ګمان يې پرې وكړ. د ټيپ تڼۍ يې تاو كړ. د تلاوت غږ ورو شو. ښځې لاس اوږد كړ.

_ خيرات.

سپين مړوند يې د بوډا پر وجود لړزه خوره كړه. وارخطا شو. د ترازو خوا ته يې لاس اوږد كړ، چې پيسې راواخلي. لاس يې له ترازو ولګېده.

كړنگگگگگگ.

ژر يې ښځې ته وكاته. لاس يې لا هماغسې اوږد نيولى و. يوه شېبه يې ورته وكتل. پنځه ګون يې بېرته په دخل کې واچاوه. شلګون يې راواخيست. ښځې ته يې ونيو، هغې لاس ور وغځاوه، بوډا د هغې سپينې ګوتې ټينګې کړې او موسک شو.





.: نقيب الله اسحاقکندهارنيوز :.
iran fans