ځوانه څېره
کتل سوي : 34ځله
تاريخ : 12:44:27 - 1390/11/29
څانګه : خبرونه ,


دکندهار ولايت په ژړۍ ولسوالي کي دايساف ځواکونوپه هوايي بريد کي دوژل سوونهوتنودکورنۍ پاته سووکسانوته په کندهار ښار کي يو باب جوړ کور ورکول سو او نقدي مرسته ورسره وسوه.
دروان لمريزکال د قوس يا ليندۍ مياشتي پر دوهمه نېټه د امريکا په مشرۍ د نړيوالوسوله ساتوځواکونوجنګي الوتکي د وسلوالو مخالفينودويشتلو په هدف د سياچوى په کلي کي بمبار وکړ چي په نتيجه کي يې ددې کلي د يوه کور نهه تنه چي پکښي ماشومان هم شامل وه شهيدان سول.
له يادي بمبارۍ ددې کورنۍ درې تنه چي يوه ښځه، يو هلک او يوه پنځه کلنه نجلۍ ده پاته دي او نن ورته د افغانستان دجمهور رئيس ٧٤٧٣ فرمان پر اساس دکندهار ښار په عينو مېنه ښارګوټي کي په پاخه او عصري ډول جوړ سوى يو د اوسېدني کور ورکول سو او تر راتلونکو ١٦ کلونو پوري د همدې کورنۍ ټول مصارف هم ورکول کيږي.
د ولسمشرد فرمان پر اساس به د همدې کورنۍ ٥ کلنه نجلۍ چي په بمبار کي زخمي سوې د تداوۍ لپاره د دولت په مصرف د هندوستان هيواد ته د تداوۍ لپاره لېږل کيږي.
چلونکي
نقيب الله اسحاق
وروستي خبرونه
.: نقيب الله اسحاقکندهارنيوز :.

