په کندهارکي د قرآن سوځوني اويوشمېرنوروديني اومذهبي کتابونو د بې حرمتۍ په ارتباط
يوه پراخه غونډه جوړه سوه چي پکښي کندهار والي، د ولايت مقام مرستيال، د ملي امنيت
رئيس، د سولي ولايتي شورارئيس،دحج و اوقافو رئيس، دعلماؤشورا رئيس، د خرقې مطهرې او
امام بارګاه خطيبانو،دکندهارښاردلسګونه مسجدونواوجامع
ګانومشرانواودرسنيولسګونواستازوبرخه اخستې وه.
دکندهار والي پوهنوال ډاکټرتويالي
ويسابرخوال ته پرانستونکې وينا واورول.
والي په خپلو خبرو کي وويل : موږاو تاسي
نن د يوې خاصي او ډيري مهمي موضوع لپاره سره ټول سوي يو او هغه موضوع د بګرام په
پوځي اډه کي د قرآن چي موږ ټولو پري ايمان راوړى بې حرمتي ده.
نوموړي زياته کړه
په دې اړه د افغانستان په کچه د ناټو ځواکونو عمومي قومندان، د امريکا د براعظم
جمهور رئيس او ددې هيواد د دفاع وزير هم بخښنه غوښتې او ژمنه يې کړې چي په دې اړه
به کلکي پلټني کيږي.
د غونډي په پاى کي د کندهار ولايت مقام مرستيال عبدالقديم
پتيال په خپلو خبرو کي وويل چي د مطبوعاتو په مخ کي دغه ډول احتجاجيه غونډه تر هر
ډول مظاهري او لاريون علاوه ده او په ډېره اساني سره کېداى سي د خلکو ږغ د نړۍ تر
ګوټ ګوټه ورسيږي.
ځوانه څېره
کتل سوي : 27ځله
تاريخ : 14:11:52 - 1390/12/3
څانګه : خبرونه ,
چلونکي
نقيب الله اسحاق
وروستي خبرونه
.: نقيب الله اسحاقکندهارنيوز :.

