
په کندهارکي د قرآن سوځوني اويوشمېرنوروديني اومذهبي کتابونو د بې حرمتۍ په ارتباط يوه پراخه غونډه جوړه سوه چي پکښي کندهار والي، د ولايت مقام مرستيال، د ملي امنيت رئيس، د سولي ولايتي شورارئيس،دحج و اوقافو رئيس، دعلماؤشورا رئيس، د خرقې مطهرې او امام بارګاه خطيبانو،دکندهارښاردلسګونه مسجدونواوجامع ګانومشرانواودرسنيولسګونواستازوبرخه اخستې وه.
دکندهار والي پوهنوال ډاکټرتويالي ويسابرخوال ته پرانستونکې وينا واورول.
والي په خپلو خبرو کي وويل : موږاو تاسي نن د يوې خاصي او ډيري مهمي موضوع لپاره سره ټول سوي يو او هغه موضوع د بګرام په پوځي اډه کي د قرآن چي موږ ټولو پري ايمان راوړى بې حرمتي ده.
نوموړي زياته کړه په دې اړه د افغانستان په کچه د ناټو ځواکونو عمومي قومندان، د امريکا د براعظم جمهور رئيس او ددې هيواد د دفاع وزير هم بخښنه غوښتې او ژمنه يې کړې چي په دې اړه به کلکي پلټني کيږي.
د غونډي په پاى کي د کندهار ولايت مقام مرستيال عبدالقديم پتيال په خپلو خبرو کي وويل چي د مطبوعاتو په مخ کي دغه ډول احتجاجيه غونډه تر هر ډول مظاهري او لاريون علاوه ده او په ډېره اساني سره کېداى سي د خلکو ږغ د نړۍ تر ګوټ ګوټه ورسيږي.

