
افغانستان ته لومړنۍ راغلې بهرنۍ کریکټ لوبډله په ننګرهارکې د افغان لوبډلې له خوا له سخت چلینج سره مخا مخ ده .
د۵ یوورځنیو لوبو له ډلې یې دوه افغان منتخبې لوبډلې په ښه دریځ کې ګټلي اوافغان غاړه تمه کوي چې پاته درې لوبې هم د پښتونخوا له لوبډلې وګټي .
د افغانستان د کریکیټ بورډ ویاند نصرت الله وفا وايي چې د پښتونخوا په لوبدله کې وتلي پا کستاني لوبغاړي برخه لري چې افغان سیالان یې په وړاندې ښه ځلیدلي دي.
(( دا لوبډله د افغانستان د کریکټ بورډ په بلنه افغانستان ته راغلې . په دې لوبډله کې د پا کستان د بیلا بیلو لوبډلو تکړه لوبغاړي پکې شامل دي ، په دې لوبډله کې د پا کستان ملي او ۱۹ کلنو لوبډلو پخواني لوبغاړي او نوي لوبغاړي شتون لري . د افغانستان په لوبدله کې هم د ملي، ۱۹ کلنو او نور تکړه لوبډلې ګډون لري . ))
دوهمه لوبه پښتونخوا لوبډلې پیل کړه چې په ۴۰ اورونو کې یې ۱۱۰ منډې وکړي چې افغان لوبغاړو په ۳۲ اور کې په ۴ ویکټو دغه لوبه په اسانۍ سره وګټله .
لومړنۍ یو ورځنۍ لوبه چې افغانستان پیل کړې وه له پښتونخوا په ښه دریځ وګټله .
نن ددغو ۵ یو ورځنیو لوبو دریمه تر سره کیږي او وروستۍ لوبه به یې د پنجشنبې په ورځ تر سره سي .

