
پر ټولنيز ویب سایټ، فیس بوک ډاټ کام خپرې سوي، يوې تازه ويډيو کې سندرغاړې نازيه اقبال ويلي چې نور به سندرې نه وايي او د اسلام تبليغ ته مخه کوي.
هغې دا اعلان په دوبۍ کې وکړ او وي ويل:
نذيز يوسفزی چې دا ويډيو يې په فيس بوک کې اچولي او په دوبۍ کې د پښتنو د کلتوري ټولنو يو غړی دی وايي چې نازيه اقبال د دغه کار په کولو سره ښه پيغام پرينښود.
ښاغلی يوسفزی وايي چې نازيه اقبال کورنۍ ستونزې لري او کيدای سي له دغې وجې يې سندرو ويلو ته شا کړی وي چې د هغې فن ته ترې نقصان ورسيد.
پر فيس بوک ډيرو خلکو د نازيه اقبال سندرو ويلو ته شا کول ستايلي دي خو نظار يوسفزی دا د کلتور لپاره لوی ګوزار ګڼي.
هغه وايي چې پښتانه سندرې اوري خو سندرغاړي يې نه دي خوښ او نازيه اقبال بايد سندرو پريښودلو ته مذهبي رنګ ورنه کړي.
ځينې پښتنو هنرمندانو د سخت دريځو له لاسه ژوند ته د ورپیښو خطرونو، ځينو د کورنيوو ستونزو اوځينو د هنر سره د تړلي ماحول د خرابوالي له وجې هنر ته شا کړي خو ځینې نورو بيا دا کار غير اسلامي ګڼلی.
د نازيه اقبال د سندرو د پريښودلو په ويډيو کې اداکار اسماعيل شاهد هم د نورو هنرمندانو سره پر سټيج ولاړ وي.
هغه د نازيه اقبال له اعلانه وروسته ووايي چې پر دغه کار ډير خفه سو.
نازيه اقبال ددپښتونخوا د د سوات اوسيدونکي ده چې څه موده وړاندې يې د ننګرهار جاويد فضا سره واده کړی او تر دې دمه يې په زرګونه سندرې يې ويلي دي.

