ځوانه څېره
کتل سوي : 106ځله
تاريخ : 12:46:00 - 1390/11/3
څانګه : خبرونه ,


له دې کسانوسره ١٢ميله کلاشنکوف،١ميل پيکا،يو ميل راکټ انداز، ٢ ميله توپنچې، ١٤ عدده د کلاشنکوف شاژورونه، ٢ عدده دوربينونه، ٢ کړۍ لاسي بمونه او يو شمېر نور مهمات هم د ملي امنيت رياست د منسوبينو لاسته ورغلي دي.
نيول سوي کسان نن غرمه دملي امنيت په رياست کي خبريالانو ته وښودل سول چي ټولو يې له رسنيو سره د خبرو پرمهال پر خپلو کړنو او جرمونو اعترافونه هم وکړل.
د دولتي مامورينو او قومي مشرانو د وژونکي پنځه کسيزي ډلي قومندان ملا عبدالمتين له رسنيو سره په خبرو کي وويل چي په ښار او ولسواليوکي يې دپوليسو، دولتي مامورنيو او قومي مشرانو د ترور لپاره ګڼ بريدونه کړي چي په څو هغو کي يې بريالي سوي او په نتيجه کي قومي مشران او ملي پوليس وژل سوي دي.
چلونکي
نقيب الله اسحاق
وروستي خبرونه
.: نقيب الله اسحاقکندهارنيوز :.

