ځوانه څېره
کتل سوي : 165ځله
تاريخ : 12:46:50 - 1390/11/4
څانګه : خبرونه ,

دکندهار دسپورټ او بدني روزني امر وايي، که څه هم ،چي په هره لوبه کي ګټل او بايلل سته ،خو دکندهار په فوټبال ټيمونو کي خپلمنځي شخړي او ستونزي ددې لامل سوې،چي دا ولايت دزون په کچه دلوبو په سياليو کي نه جبرانېدونکي ماته وخوري.
تېرکال کندهار دزون په کچه دفوټبال سياليو کوربه وه ،چي دگڼو کمزرو فوټبال ټيمونو څخه يې سختي ماتي دکندهار اوسېدونکي زيات ناهيلي کړه.
دکندهار دسپورټ او بدني روزني امر محمدالله ګلالي يوه خبري کنفرانس ته وويل،چي هيڅ يوه ډله نه غواړي،چي په قصدي توګه دي په لوبه کي ماته وخوري،خو زياتوي،چي په فوټبال ټيمونو کي دلوبغاړو ترمنځ خپليمنځي شخړي او په پراخه کچه په کمزور لوبغاړو باور کول ،ددې لوى لامل و،څو کندهاردزون په کچه په سياليو کي ماته وخوري.
دګلالي دڅرګندوني له مخي،چي څو ځله يې په دې اړه دنورو چارواکو څخه هم دمرستي غوښتنه کړې،ترڅو په ټيمونو کي رواني خپلمنځي شخړي له منځه يوسي او ترسره کېدونکو سياليو ته تکړه فوټبالران غوره کړي.
هغه وويل،چي ديوه ښه ټيم دجوړولو لپاره وخت او تکړه فوټبال روزنکو ته اړتيا سته ،خو ددې برخلاف دتېرکال بايلونکي ټيم ته کافي وخت نه و ورکول سوى.
کندهار تردې وړاندي په نورو ورزشي رشتو کي زياتي لاسته راوړني درلودې ،خو دکندهار زيات اوسېدونکي دفوټبال دلوبي مينه وال دي،چي دهري لوبي د ترسره کېدو پرمهال يې دننداره چيانو شمېر زرګونو ته رسيږي،خو په دې وروستيو کي دننداره کونکو په شمېر کي په پراخه کچه کمولاى راغلي دي.
که څه هم ،چي اړوند چارواکي په دې لاره کي دستونزو دهوارولو ژمنه کوي،خو لانه ده معلومه ،چي دټيمونو ترمنځ به خپلمنځي شخړي ترکومه حده له منځه ولاړي سي او دکندهار دکاميابه کېدو سرنوشت به کومه پايله ولري.

چلونکي
نقيب الله اسحاق
وروستي خبرونه
.: نقيب الله اسحاقکندهارنيوز :.

