رپوټ : صديق الله افغان
په کندهار ولايت کي په لومړى ځل ٢٠ تنکي ځوانان او ماشومان دژورناليزم دبنسټيز ډګر ديوه کلنۍ کورس څخه فارغ او دځانګړي مراسمو په ترڅ کي ورته فراغت ليکونه ورکړل سوه.
دغه ورکشاپ ،چي درې مياشتي دژورناليزم په اساساتو او نهه مياشتي يې عملي کار جريان درلود، دکليد ګروپ او دDHSA مرستندويه موسيسې په مالي مرسته په کندهار کي جوړسوى و.
په کندهار کي دکليد ګروپ له لوري دژروناليستانو دروزني مشر فضل احمد انيس کندهارنيوز ته وويل،چي دکورس څخه فارغه سوي، تنکي ځوانان اوماشومان دژورناليزم له ټولو بسټيزو اصولو خبر سوي او دخبر او خپروني په جوړولو کي يې ځانګړي وړتياوي ترلاس کړي دي.
په ورته وخت کي دياد کورس څخه فارغه سوو تنکي ځوانانو دکندهارنيوز سره په خبرو کي وويل،چي دژورناليزم په ډګر کي ټول اساسات يې زده کړي او کولاى سي،چي دخبريال په توګه دنده ترسره کړي.
په دې وروستيوکلونو کي ګڼ شمېر کسان بغېر له دې ،چي په رښتني توګه د ژورناليستانو او دنورو برخو کسانو څخه روزنه ترلاسه کړي په سمبوليکو او نمايشتي غونډو جوړلو سره داډول ګامونه اخلي او يوازي دخپلي پروژې دعملي کولو لپاره دژورناليست او نور کسانو دروزني په دبهرنيو موسيسوڅخه ميليونه ډالره اخلي.
زيات ژورناليستان وايي ،چي ډېرو کسانو دورته ورکشاپونه دفارغت وروسته هم ددې وړتيا نه وي ترلاسه کړي، څو دتکړه ژورناليست په توګه دخپلي ځپلي سوي ټولني ستونزي ، دخلکو ږغ او دپرمختګ خبرونه جوړ او خپاره کړي،ځکه زيات داډول کسان دغيرمسلکي کسانو تر روزني لاندي راځي،چي وروسته په رسنيزډګر کي ستونزي پيداکوي.
دافغانستان درسنيو دقانون د دریمې مادی ددریم جز له مخي ژورنالیست هغه حرفوي او مسلکي شخص دی چي درسنیو دلاري خپرنیز توکي او طرحي برابروي او وړاندې کوي،خو په دې وروستيو کي دورته غير مسلکي کسانو فراغت او په رسنيو کي واسطي او قوميت په موخه ګمارل درسنيو دقانون دزياتو مادو څخه دسرغړوني لامل سوى.

