ځوانه څېره
کتل سوي : 73ځله
تاريخ : 10:07:39 - 1390/11/10
څانګه : خبرونه ,


افغانستان له پاکستان سره د کریکټ لپاره لوبډله اعلان کړله ددغي لوبډلې مشریا کپټان نوروزمنګل دی اود افغانستان د کریکټ دملي لوبډلې نورلوبغاړي لکه حمیدحسن ،کریم صادق ،دولت ځدراڼ ، شبیرنوري،نبي عیسی خیل سمیع الله شینواري اونورټول پکښې شامل دي .
دغه یو ورځنۍ نړیواله لوبه دمتحده اماراتوپه شارجې ښارکې د فبرورﺉ په لسمه نیټه ترسره کیږي دافغانستان دکریکټ بورډ ویاند نصرت الله وفاوايي چې دوی دغې مهمې سیالۍ ته په کوردننه تیاری ورته نیولی .
ښاغلی وفا وايي چې تر اوسه پ،رې پا کستان له دوی سره د لوبو لپاره له خپله اړخه لوبډله نه ده اعلان کړې .
)) د پاکستان له لورې تر اوسه لوبډله نده اعلان شوې، خو موږ دومره ویلا شو چي دا ملي لوبډله د ه او د افغانستان له ملي لوبډلي سره به د لومړي ځل لپاره یوه یو ورځنۍ نړیواله سیالۍ ترسره کړي دغه لوبه د افغانستان په غوښتنه باندي په لاره اچول شوې ده .لومړی ځل دی چي افغانستان د یوه داسي هیواد سره لوبه تر سره کړيړ چي د کریکټ نړیوالي شورا غړيیتوب لري))
د پا کستان ملي لوبډله دا مهال په دوبۍ کې د انګلینډ له ملي لوبډلې سره په پنځو ورځنیو لوبو بوخته ده چې دوه لوبې یې پا کستان وګټلې او دریمه لوبه به یې د جمعې په ورځ تر سره شي .
افغانستان د پا کستان له ملي لوبډلې سره له ډیر وخته ددغه ډول لوبې په تمه وو او افغان لوبغاړی کریم صادق وايي چې له پآ کستان یره لوبه ورته یو ارمان او خیال وو
)) دا زموږ له پاره ډیره خټه خبره ده چي د پاکستان سره دا لوبه تر سره کړو ،خواوس زموږ ټیم لوبغاړي هم له چا نه کم نه دي ،موږ هم ډیري لاسته راوړنې لرو او کوښښ کوو چي د پاکستان ټیم ته ماتې ورکړو))
دا په ټول تاریخ کې لومړی ځل دی چې د افغانستان د کریکټ ملي لوبډله د پا کستان له ملي لوبډلې سره یو ورځنۍ لوبه کوي چې په نړۍ کې له وتلو تکړه لوبډلو ګڼل کیږي او ان ددغو یو ورځنیو لوبو اتلولي یې هم ګټلې ده .خو کریم صادق له پا کستان سره لوبې ته یو لړ اندیښنې هم لري .
)) پاکستان لوبډلې د نړۍ د لمړي نمبر په ټسټ کې انګلستان ته په دوه پرله پسې ټسټ لوبو کې ماتې ورکړې ده او په ۲۰۱۱ کال کې هم نړۍ ډیرو غټو هیوادونو ته ماتې ورکړې ده .او دا موږ ته د افتخار ځای دی چي د لمړي ځا لپاره داسي یوه غټه لوبه ترسره کوو ،کوښښ مو دا دی چی پاکستان ته ماته ورکړو))
لوبې ته په افغانستان کې په لویه کچه تمې دي ، خو افغان لوبغاړي وآيي چې د پا کستان په څیر لوبډلو سره یوازې د لوبې کول د افغانستان لپآره لویه خبره ده او باور دادی چې افغان لوبغاړي به ډیرې تجربې ترې تر لاسه کړي .
پا کستان سره تر یو ورځنۍ لوبې څه باندې یوه میاشت وروسته د افغانستان ملي لوبډله د پاپو نیو ګیني لوبډلې سره لوبه لري او ترې یو ورځ وروسته له هالنډ لوبډلې سره په همدې شارجه کې لوبه لري .
چلونکي
نقيب الله اسحاق
وروستي خبرونه
.: نقيب الله اسحاقکندهارنيوز :.

