
کندهاروالي وايي،چي دکندهارښار دشهيدانو څلور لاري شمال ختيځ لوري ته دسوي موټربم چاودني له امله ٢٦ تنو ملکي وګړو او پوليسو ته مرګ واوښته .
بريد نن له غرمې مخکي دامنيې قوماندانۍ دموټرو پارکينګ ته نژدې دسنځري اډې په سيمه کي وسوه.
کندهاروالي ډاکټرتوريالي ويسا يوه خبري کنفرانس ته وويل،چي بريد په سپين رنګه کرولا ډوله موتر کي دچاودېدونکو توکو له امله رامنځته سوې،چي له امله يې پنځه پوليس او دوه ملکي وګړي وژل سوي او دشپږو پوليسو په ګډون ١٩ ملکي وګړي،چي ښځي او کوچنيان پکښي شامل دي ژوبل سوي دى.
کندهار والي سوى بريد په سختو ټکو وغانده او زياته يې کړه،چي وسله وال مخالفين ديوې خوا دسولي خبري ته دکښېنستو خبري کوي او له بله طرفه په ځانمرګو بريدونو او ماين چاودنو کي ملکي وګړي او دولتي کسان تربرېدونو لاندي راولي.
بلخوا دکندهاراوسېدونکي هم پروسله والو مخالفينو او دولتي چارواکو نيوکي کوي،چي ملکي وګړي دسپر په توګه کاروي.
ددې ولايت څو اوسېدونکو دکندهارنيوز سره په خبرو کي نيوکه وکړه،چي زيات وختونه دوسله والو مخالفينو په بريدونو کي ملکي وګړي وژل کيږي،چي ننۍ ترسره سوى بريد يې يوه بېلګه ده.
ديادوني وړده،چي دننيې ترسره سوي بريد وروسته يو ځل بيا پوليسو دملکي خلکو سره ناسم چلند پيل کړ او شاوخوا يې ډزي کولې.
تېرځل هم دورته چلند له امله زياتو ملکي وګړو ته ځاني زيانونه هم اوښتي وه.

